ټيسلا کمپنۍ د ٧٢ بيليونو په ارزښت نوي موټرونه جوړوي

روهي (نۍ/٢٠مه د زمري)، د رويټرز د راپور له مخې، د ايلون ماسک په مشرۍ ټيسلا امريکايي کمپنۍ تېرو کلونو کې يوازي درې مالي او ګټوري ربعې لرلي، چې يوه يې ٢٠١٠ بله ٢٠١٣ او بله هم ٢٠١٦ دي.
 
د يادي کمپنۍ مشر کارکوونکو ته د ٧٢ بيليونو امريکايي ‌‌‌‌‌‌‌ډالرو په ارزښت د نورو نويو موټرونو جوړولو وړانديز کړی دی.
 
ټيسلا امريکا متحده ايالتونو کې لومړنۍ موټريزه کمپنۍ ده، چې ٢٠٠٣م كال کې يې فعاليت پيل کړی او ٣٧،٥٤٣ تنه مسلکي کاري ټيم لري، چې تراوسه يې شاوخوا يو لك موټران هم توليدي کړي دي.