ته به ګونګۍ یې ستاویجدان به په مااوښکې تو وي
وخت به زماوي ټـــــول ياران به په مــــااوښــــکې تو وي
دبيکــــسۍ ژونده یوه ورځ به دې حيــــران غوندي کړم
زه به ډاډه پروت يــم جهـــــان به پــه مااوښــــکې تو وي
دپرهـــــرژلې روح خـوږمن زګيـــروی مې خدايــزده ولې
په دې اســـره مري چې درمان به په مااوښــــکې تو وي
دايو حســـرت مـــــــې تل ناښـــاد خاطرپه دې ځــــوروي
چې مړمې وروړي څوک جانان به په مااوښـکې تو وي
خـــواره قيــــسمته دادکـــوم حســــن ائيـــنه دې کــــړمه
څلـــه دې خوښه شوه چې ګران به په مااوښـــکې تووي
چـــــې په پردي جحيــم کې مرم غضـــري څوک دي زما
دخـــپل خـــونــــي اجـــل کمان به په مااوښــــکې تووي
وروستي