غزل

مــا در بــولـــــه دې د حــــسن بــــڼ ثمر ته
منتظـر ومه کلونه ستا د لـــب شــــــکر تــه
ستا غــــــوټۍ چـــــــې ګل شولــــې سپړیږې
اوس نو ځــکه شو رقیب مې ولاړ ســــر ته
د تقـــدیـــــر په لارو ورک شومـــه دلــــبره
لاس مې نیسه په حــــیرت یم دې مــنظر ته
د اوښکو په ګامونو شومه تیر له کږلیچونو
یو څو ګــامه دي نـور پاته ستا د وصل درته
په زور باندې خو نشي دا سیالۍ د قسمتو دي
عتیق زیـه لــــــمن نیسه د خـــــیر در تـــــــه
عبدالبصير عتيق زی
1389/5/ 5