
روهي (پنځه نۍ/١٨مه د زمري)، د هند د اوتار پرادش ايالت يوې ښوونځي کې د لومړۍ ټولګي ٧ کلن زده کوونکي هغه مهال د سترګې ليد له لاسه ورکړ، چې د استاد مخکې وښورېد.
تر ښورېدو وروسته د ښوونځي استاد دغه ماشوم پر سترګه په قلم وهلی، چې په پايله کې ماشوم د سترګې ليد له لاسه ورکړی دی.
ښوونکي ادعا کړې، چې دغه زده کوونکی يې ترهغه وروسته پر سترګه په قلمه وواهه، کله چې څو ځله ونه توانېد، چې په دغه زده کوونکي د درس څپرکی په لوړ ږغ ووايي.
ياد ښوونکی او د ښوونځي مدير دواړه په تېښته تللي دي.