
روهي (پنځه نۍ/۱۸مه د زمري)، د راپورونو له مخې، د روسیې په ګډون د منځنۍ اسیا هيوادونه به د افغانستان پولې ته نږدې په تاجکستان کې د روبېژ ۲۰۱۸ تر نامه لاندې پوځي تمرینات پیل کړي.
ویل کېږي، چې د روسیې، قزاقستان، قرغزستان او تاجکستان چارواکي همغږي شوي، څو ياد پوځي تمرینات پیل کړي.
د روسیې پوځ په یوې اعلامیه کې ویلي، د روبېژ ۲۰۱۸ پوځي تمریناتو جزیات د تاجکستان په پلازمېنه دوشنبې کې تر بحث لاندې دي، په دغو خبرو کې د تاجکستان، کرغزستان، کزاخستان او د روسیې پوځ چارواکي ګډون لري.
د منځنۍ اسیا هېوادونو دغه پوځي تمرینات به د افغانستان او تاجکستان ګډې پولې سره په ۱۵ کیلومټرۍ کې د حرب میدان په غرونو کې ترسره شي.
د روبېژ تر نامه لاندې پوځي تمرینات په ۱۹۹۲ م کې پیل شوي و چې روسیه، ارمنیا، بلاروس، کزاخستان، تاجکستان، کرغزستان یې غړیتوب لري او افغانستان او سربیا د څارونکي په توګه په کې شامل دي.