د هند هغه ايالت، چې يوه کال کې پکې ١٦٧٥ نجونې ترې تم شوي!

روهي (څلورنۍ/١٧مه د زمري)، د هندوستان اوتار پرادش ايالت د دولتي جرايمو شمېرې ښيي، چې په تېر ٢٠١٧م کال کې هره اونۍ ياد ايالت کې ١٣٩ تنې نجونې ترې تم شوي دي.
 
د اوتار پرادش د جرايمو سره د مبارزې چارواکو ويلي، چې پوليسو تېر کال کې د ياد ايالت په ٢٥ برخو کې ١٦٧٥ د نجونو د ترې تم کېدو پېښې ثبت کړي دي.
 
دغه راز د روان کال په لومړیو دریو میاشتو کې هم ٤٣٥ تنې نجونې ترې تم شوي دي.