
روهي (څلورنۍ/۱۷مه د زمري)، د شرق الاوسط ورځپاڼې د راپور په اساس، ایران په دې وروستیو کې د اسامه بن لادن زوی حمزه بن لادن ته ويلي، چې د سعودي عربستان پرځای افغانستان ته ولاړ شي.
راپورنه وايي، چې حمزه بن لادن له خپلې مور سره په تهران کې اوسېده، خو د دوی د کورنۍ نور غړي سعودي عربستان کې اوسيږي.
د اسامه بن لادن د کورنۍ غړیو يادي ورځپاڼې ته ويلي، چې د اسامه بن لادن یو شمېر نور زامن او د هغوی کورنۍ مخکې لا له تهران څخه سعودي عربستان ته تللي دي.
د اسامه بن لادن څلورم زوی عمر وویل، چې دده پنځه سکه وروڼه او خویندې په تهران کې اوسېدل.
نوموړي له تهران څخه د خپلو خویندو او وروڼو د ایستلو لپاره هڅې وکړې، چې په نتیجه کې یې څلور وروڼه محمد، باقر، ایمان او عثمان بېرته خپل هیواد ته ستانه شول.