راتلونکې میاشت د امریکا او طالبانو ترمنځ د خبرو دوهم پړاو پيليږي

روهي (څلورنۍ/۱۷مه د زمري)، د راپورونو له مخې، امریکایي چارواکو قطر کې د طالبانو له استازو غوښتنه کړې، چې په راتلونکي لوی اختر کې اوږدمهاله اوربند اعلان کړي.
 
د راپورونو په اساس، طالبانو د اوربند اعلانولو مقابل کې له امریکايي چارواکو غوښتي، چې له افغانستان څخه د نړيوالو ځواکونو د وتلو مهالوېش وټاکي، دغه راز قطر کې دي د طالبانو سیاسي دفتر په رسمیت وپېژندل شي او د ملګرو ملتونو له تور لېست څخه دي د طالب مشرانو نومونه لېري کړي.
 
راپورونه کې ويل شوي، دا چې د دواړو لوریو مذاکره کوونکو د پرېکړې کولو صلاحیت نه درلود، نو کوم ځانګړی پرمختګ هم ونه شو او یوازې د خبرو پر دوام هوکړه وشوه.
 
د معلوماتو له مخې، د دواړو لوريو د مذاکراتو دوهم پړاو به راتلونکې سپټمبر میاشت کې پيل شي، خو دا لا نه ده څرګنده شوې، چې لیدنه به کوم ځای کې ترسره شي.
 
له دې وړاندې طالبانو او امریکايي چارواکو قطر کې سره لیدلي وو، چې طالبانو هم د رسنیو سره په خبرو کې د قطر لیدنه تایید کړې وه.