امریکایي سناتور: واشنګټن اړتیا لري، چې د مسکو سره خبري وکړي

روهي (درې نۍ/١٦مه د زمري)، یوه امریکایي سناتور رانډ پاول مسکو ته د خپل سفر په ترڅ کې ویلي، واشنګټن اړتیا لري، چې د روسیې سره نوري خبري وکړي او د ياد هيواد سره د اړیکو بهیر پرانیستی ولري.
 
ياد امريکايي سناتور د روانې اګسټ پر ٦مه د روسیې د مشرانو جرګې د نړیوالو چارو کمېټي له غړو سره تر لیدنې وروسته وویل، روسیې ته دده د سفر موخه داده، چې دوی غواړي له روسیې سره پرانیستي کرښې ولري.
 
نوموړي یو له هغو دوو سناتورانو څخه وو، چې په ۲۰۱۷م کال کې یې د روسیې پر وړاندي له بندیزونو سره مخالفت وښود او د تيري جولای پر ۱۶مه یې په هلسینکي کې د روسي او امریکايي مشرانو تر لیدني وروسته د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د څرګندونو دفاع وکړه.
 
روسۍ رسنۍ د پاول له قوله وایي، چې نوموړي د روسیې مشرانو جرګې د نړیوالو چارو کمېټې غړو ته په واشنګټن کې د خبرو بلنه هم ورکړې ده.