مصر: ازادۍ پارک کې د سید جمال الدین افغاني مجسمه کېښودل شوه

روهي (درې نۍ/١٦مه د زمري)، دغه مجسمه د افغانستان او مصر د فرهنګی کلتوري کمېټو لخوا د سيد جمال الدين افغاني علمي شخصيت د زوکړې د ۱۸۰مې کلیزې په مناسبت کېښودل شوه.
 
سید جمال الدین افغاني چی زیاته موده یې په مصر کې تېره کړه، د مصر پخوانی لومړی وزیر، دفاع وزير او يو شمېر نور لوړپوړي چارواکي یې شاګردان تېر شوي دي.
 
د علامه سيد جمال الدين افغاني فلسفه د پان اسلاميزم وه، چې د اسلامي خلافت د اصل د ژوندي کولو او هم يې د اسلامي نړۍ د هيوادونو د واحد نظام په بيا احيا کولو کې د نړۍ اسلامي هيوادونه راوپارول، سفرونه يې وکړل او رسالۍ یې نشر کړې.