غزل

يار مې ګلونو کښې شاه ګل ښکارېدۀ
لکــــــه د پوزې د چـــــار ګل ښکارېدۀ
هسې خمار ووم، له خمار ئې کړمه
ساقي هغه وو خو نن بل ښکارېدۀ
حسن ئې نوې ، وې جامې اغوستې
که مې نظر د عشق ،بدل ښکارېدۀ
خپله محفل کښې ،خيال ئې خيال کښې زما
هم رانــــــــه ليرې ، هم مې مـــــــــل ښکارېدۀ
زړۀ منتظر لکـــــــه د مرګ د بندي
پړۍ د دار ، د زلفو ول ښکارېدۀ
د کابل ګل مـــــې ورته نه وېئل،چې
يار مې په خپله ، نن کابل ښکارېدۀ
هم ئې جلوې کړې هم تلقين د صبر
زړۀ ته رښتيا ، نظر ته چل ښکارېدۀ
دلته مين شاعر،شاعر غوندې،او
هلته جانان غزل،غزل ښکارېدۀ
پېښور ٥/٨/٢٠١٠ م٠ق٠مين