ګرانو دوستانو،
سلامونه او نېکې هيلې٠ څه موده د مخه مې د محترم منتظر مسيد په فېسبوک پاڼه کښې ، د دار لامان د ښکلې ماڼۍ د کنډو،کپرو ېو انځور وليد ، په ليدلو ئې زما په زړه کښې يو عجيبه غوندې احساس سر راپورته کړ٠عجيبه ځکه چې داهم د غېرت او غرور احساس وو او هم د بې غېرتۍاوسرټيټۍ، هم د وياړ او سرلوړۍ وو،ا و هم د شرم او په خپل ځان د ژړا احساس, او وروسته بيا دی احساس د شعر جامه واغوسته ،چې دادی او س ئې ستاسو او ستاسو د لوستونکو سره ئې شريکوم٠ البته که مو دومره همکاري وکړه چې د وران ،ويجاړ دارالامان کو م انځور مو هم ورسره يو ځائ کړ،د شعر خوند به زيات شي.
په درناوي م٠ق٠مين
زخمي ښکلا-------------زخمي،زخمي مې دا ښکلا ژړوياو سنګدلي مې د دنيا ژړوي
د زمانې د ناخوالو وهليکلۍ او کور مې د اشنا ژړوي
دخپل پرون ،دغه انجام چې ګورم غم مې دنن او دی سبا ژړوي
بيا په کوڅه کښې مې د يار ملګرود سپي رقيب کړس،کړس خندا ژړوي
ما وېئل نور به ژړا نه کړمه ،خو اوښکې د ستا مې ،بيااو بيا ژړوي
عجب قسمت، عجب نصيب د مينهم ئې رقيب ،هم ئې لېلا ژړوي
پېښور ،پښتونخوا ٣/١١/٢٠١١
وروستي