درته به څو وايمه پټ په غوږ کښې؟
چې راته ووايه څه پټ په غوږ کښې
راته دې څه ووئېل ،پوه نه شومه؟
رانغی غږ دې روغ رمټ په غوږ کښې
باد د سبا مې چې په څنګ تېرېږي
اواز د تا مې وي کټ مټ په غوږ کښې
رقيب په دې لور را روان دی،ښکاري
غپا د سپو راځي (چټ پټ)په غوږ کښې(1)
زۀ او زړۀ دواړه به لوګئ شو ورته
اواز ئې راغی که په څټ په غوږ کښې
قلم زما په هکله ښه ليکي جوړ
راځي اواز ئې له ښي مټ په غوږ کښې
ملنګ د در دې او د بل دروازه!؟
چا درته وېئلي دروغ غټ په غوږ کښې
1_ د وزيرو او مسيدو عاميانه لهجه ده٠مانا ئې بار،با ر يا پرله پسې
کابل، افغانستان ٧/٧/١٣٨٩ م٠ق٠مين
وروستي