له ګلونو ستا د خيال مې جوړ بوستان کړ
ســـــتا يادونه مــې غزل ،زړۀ مې دېوان کړ
هـــسې نه چې ،په دی لور دې را ګذر شي
بيابان مـــــــې درته ځــــــکه ، چـــــراغان کړ
د راتلو اږدې وعــدې دومره اوږدې شوې
چـې ګمان ئي د زړۀ نېک ،هم بد ګمان کړ
سپېرې سترګې د بېلتون دې ورپسې وي
ستاتصويرمې په ګل پاڼوکښې پنهان کړ
دا د ستــــــاد فـــــراق غـم وو،بل څه نه وو
چــــــې تجـــديد مې پېمانې سره پېمان کړ
په ښــــــائست د تا به نور څه له قسم خورم
چې د عــــــشق لمبو مې روڼ واړه جهان کړ
د پـــــــښتون ميــــــنه هــــــم سمه پښتنه وي
له يـــوې خولې د يار،مين لوګۍ اېمان کړ
پېښور ٣١/٨/٢٠١٠ م٠ق٠مين
وروستي