هند: د

روهي (دوه نۍ/١٥مه د زمري)، د هند بيهار ښار په مظفرپور سيمه کې د ښځو د امن کور په نوم يوه پټه خونه وموندل شوه، چې پکې پر ٣٤ تنو کوچنيو نجونو جنسي تېری کېده او د سخت تاوتريخوالي سره مخ وې.
 
د يادو انجونو عمرونه له ٧ څخه تر ١٧ کلنۍ پوري ښودل شوي دي.
 
د هندي پوليسو يوه چارواکي "برجيش ټاکور" ويلي، د يادي پټي او مخفي خونې په اړه يوازي څو کسانو، چې د هندۍ ورځپاڼې لخوا لارښوونه ورته کېدله معلومات لرل.
 
پوليس وايي، په ياده پټه خونه کې دغو کوچنيو نجونو ته مينځل شوي خواړه ورکول کېدل او د شپې له پلوه پکې جنسي تېری پرې کېده.