
روهي (دوه نۍ/۱۵مه د زمري)، د راپورونو له مخې، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ، افغانستان ته په ۲۰۱۹م کال کې د ملکي مرستو کچه له ۷۸۳ میلیونو څخه ۶۳۰ میلیونو ته راکمه کړې ده.
د ډونالډ ټرمپ ادارې د افغانستان لپاره د ۷۱۷ ميليون ډالرو بودیجې غوښتنه کړې وه، چې زياته برخه يې د ملکي او پوځي مرستو لپاره ځانګړي شوي دي.
ددې سره امریکا پر پاکستان هم خپلې ملکي او پوځي مرستې لږ کړي او دغه مرستې یې د وسله والو سره مبارزه کې د پاکستان په کړنو مشروطي کړي دي.
سپينې ماڼۍ په روان ۲۰۱۸م کال کې هم پاکستان ته د دوو میلیارد ډالرو په ارزښت پوځي مرستې وځنډولې.
په روان ۲۰۱۸م کال کې د امریکا حکومت له دوو میلیارد ډالرو څخه ۳۴۵ میلیونه ډالره یې پاکستان ته ورکړل، چې ۱۳۴ یې د سختدريځو سره د مبارزې او ۲۱۱ میلیونه یې هم اقتصادي مرستې وې.