اندونيزيا: لومبوک ټاپو کې شديدې زلزلې شاوخوا ۱۴۰ تنه مړه کړي

روهي (دوه نۍ/۱۵مه د زمري)، د راپورونو په اساس، پرون مازديګر د اندونيزيا په لومبوک ټاپو کې شديدې زلزلې لږ تر لږه ۱۴۰ کسان مړه او لسګونه نور ټپيان کړل.
 
چارواکو ويلي، د پرونۍ زلزلې کچه د ریختر په کچه ۶.۹ درجې وه او ژوروالی یې هم ۱۰ کیلومتره و، چې د مرګ ژوبلې ترڅنګ يې يو شمېر ودانۍ هم زیانمنې کړي دي.
 
دا په داسې حال کې ده، چې يوه اونۍ وړاندې هم ياده سيمه د ريختر په کچه ۶.۴ درجې شديده زلزله شوې وه، چې پکې ۱۶ تنه مړه او ۱۶۰ تنه نور هم ټپيان شول.