
روهي (يوه نۍ/۱۴مه د زمري)، په تيرو ۲۴ ساعتونو کې د سويس په الپ غرونو کې دوو مسافروړونکو الوتکو سقوط کړی، چې پکې ۲۴ تنه سپرلۍ وژل شوي دي.
د يوې پېښې په وژل شويو کې څلور تنه د يوې کورنۍ غړي شامل دي.
په داسې حال کې، چې دغه ۷۹ کلنې الوتکې له سمندري سطحې څخه ۲۵۰۰ متره خپله فاصله لوړوي، الوتکې سقوط کوي او د خدمې په ګډون ۲۴ تنه نور پکې وژل کيږي.
يادي الوتکې فرانسې ته په لاره وې، چې په «هيرګسويل» سيمه کې يې سقوط کړی دی.