
محمد محقق لامل شوی دی، چې داعش په افغانستان کې اهل تشيع او هزاره ګان ووژني!
ډاکټر نېک محمد ويال د روهي وېب پاڼې څښتن
په افغانستان کې روانې ۱۷ کلنې جګړې هر افغان وځپلو او د ټولو افغانانو کور (افغانستان) يې وران کړ. دلته په جګړه کې له ښېکلو غاړو چې حکومت او مخالفې وسله والې دي پرته؛ د جګړې ډېری قربانيان عام وګړي هم دی. حکومت او بهرني ځواکونه د وسله والو مخالفو ډولو د ځپلو په نوم پوځي عمليات او هوايي بريدونه کوي، چې په پايله کې يې ډېر ځلې ملکيان وژل کيږي، ټپيان کيږي او ماليي تلفات ورته رسيږي. همدا ډول وسله وال مخالفين د ملکيانو له کورونو د سنګر په توګه ګټه پورته کوي، د ښارونو او ګڼې - ګوڼې سيمو کې بريدونه کوي او هغه ځای کې فعاليت کوي چېرته چې عام ولس وي، نو په پايله کې دوی هم يو ستر لامل دی، چې ملکي افغانان يې له شر او وژنو خوندي نه دي.
بيا که په دويم او لوی ليدلوري کې وګورو، نو هم حکومت افغان دی او هم ستره مخالفه وسله وال ډله طالبان؛ نو کله چې د ملکيانو وراېخوا پوليس، اردو، استخباراتي کارمند، دولتي مامور وژل کيږي او يا د جګړې په ډګر کې طالب وژل کيږي، نو په لنډو کې بيا افغان وژل کيږي.
افغان جګړه د پرديو ده خو قربانيان يې دواړو خواوو افغانان دي او په منځ کې يې ملکي کسان هم افغانان دي.
افغان جګړه چې له تېرو ۱۷ کالونو راهيسې مطالعه کيږي، نو دا په کې څرګنده ده چې قومي او ژبني اړخونه يې کم دي. يانې نه وسله وال دولتي کسان د قوم او ژبې په نوم وژني او نه هم حکومت وسله وال مخالفين د قوم او ژبې په نوم په نښه کوي. ښايي ځيني وخت به دا ډول پېښې هم رامنځ ته شوې وي، خو په لويه کې جګړه قومي نه ده.
له بده مرغه په تېر دوو کالونو کې دغه جګړې يو څه مذهبي او قومي اړخ پیدا کړی دی. قومي او مذهبي اړخ يې په دې مانا چې افغانستان ته د داعش ډلې په راتګ او دلته په وسله وال فعاليت سره يې، د نورو موخو او اهدافو ترڅنګ يو ډېر څه تمرکز په افغان اهل تشيع هزاره ګانو هم کړی دی. تاسو شاهد ياستی، چې ډېری هغه بريدونه چې د افغان هزاره ګانو په را ټولېدنو، ناستو، مذهبي ځايونه او جوماتونو شوي دي، وروسته يې مسووليت داعش ډلې په غاړه اخېستی دی.
ظاهري اوضاع ته په کتو او د سياسي شننو په پايله کې دا څرګنديږي، چې سعودي عربستان او ايران په مذهبي ډول سره خلاف دي او په پايله کې يې سياسي او ډپلماټيکي اړيکې سره کړکېچنې شوې دي. که څه هم داسې څرګند ثبوت به شتون ونه لري، چې سعودي عربستان د داعش ملاتړ ووسي او که وي هم؛ نو بيا د سياسي پردې او لوبې تر شا خبرې دي. خو دا څرګنده ده، چې داعش ډله هم په مذهبي ډول له ايران سره ټکر لري او هم په سوريه او عراق کې د ايراني حکومت او داعش ډلې پوځي شتون.
ايران له سوريې او عراق سره ملا تړلي ترڅو داعش ډله وځپي. د ايران دغه چاره د سوريې او عراق سره د همکارۍ او همدردۍ په پار نه ده، بلکې ايران په کې خپلې ملي ګټې لټوي. داسې هم ويل کيږي چې د داعش د ځپلو په موخه ايران له افغاني طالبانو سره هم د پردي تر شا ملاتړی دی، چې افغان حکومت يې په دغه چاره او سياست نيوکه کوي.
ايران په افغانستان کې د نورو قومونو ترڅنګ له اهل تشيع هزاره ګانو سره ډېره خواږي لري. لکه څه ډول مو چې وړاندې د عراق او سوريې په اړه د ايران همدردي او ملاتړ د ايران د ګټو په نوم ياده کړه، نو همدا ډول په افغانستان کې د ايران همکاري له افغان هزاره ګانو سره د افغانستان د ملي ګټو په پار نه ده، بلکې ايران په افغان هزاره ګانو پانګونه کوي او له دې لارې خپلې ناوړه او نامشروع ګټې خوندي کوي.
د افغان هزاره ګانو په استازيتوب د دوی مشر محمد محقق له ايران سره ښې اړيکې لري. محقق ايران ته په يو کال کې په لسګونه ځلې سفرونه کوي او هغه پروژې چې د ايران حکومت يې ورکوی؛ دی يې په ښه ډول پلې کوي.
محمد محقق د ايران هغه سياست ستايي او ملاتړ يې کوي، چې د نړۍ په هر ګوټ کې د داعش ځپلو پلان ولري. محمد محقق ويلي وو، چې ايران دغه پالېسي چې افغانان د لښکر فاطميون په ډله کې سوريې او عراق ته د داعش د ځپلو په موخه استوي د ستاینې وړ ده. داعش چې له هرې خوا او هر چا په ملاتړ وي، خو په افغانستان کې يې ځان ته ځای او د فعاليت ساحه پيدا کړه.
داعش به په اوس وخت کې دومره پياوړی نه وي، چې ایران ته دننه شي او هغه دښمني چې له ايران سره يې په مذهبي ډول او د سوريې د جګړو په اړه لري، پوره يې کړي. خو داعش د ايران د ځپلو او د غچ د اخېستو په پار په افغانستان کې هغه څوګ ډېر په نښه کوي، چې د ايران خواخوږي وي او يا يې د ايران په ملاتړ يې په سوريه او عراق کې د داعش پر وړاندې سنګرونه نيولي وي.
نو دا چې داعش ډله د اهل تشيع په ناستو او مرکزونو بريدونه کوي او دوی تر خپل هدف لاندې نيسي، تر ډېره يې لامل هغه غچ دی، چې د محقق په خوښه او امر افغان هزاره ګان ايران ته استول کيږيو بيا په سوريه او عراق کې د ايران ګټې خوندي کوي. د محقق په غوښتنه به تر سلګونه کسان د ايران په فاطميون لښکر کې د داعش پر وړاندې جګړه کوي، خو دلته بیا په مېلېونه هزاره افغانان د محمد محقق د سياست قربانيان دي خو خبر نه دي!