موسمي ایتلافونه!

هغه پخوانۍ څېرې چې پرون یې له یو بل سره په بېلابېلو نومونو د هېواد په جګړو او ناخوالو کې ګډون درلود، اوس یې د افغانستان ژغورنې په نوم یو نوی ایتلاف جوړ کړی.او په ایتلاف کې هم ټول هغه کسان او ګوندونه سره را ټول دي چې د هېواد په وروستیو څلورو لسیزو جګړو کې په مستقیمه او غیر مستقیمه توګه ښکیل وو، هغه کور ورانوونکې جګړې چې په ترڅ کې یې په زرګونو افغانان شهیدان، په زرګونو کډوال، او په زرګونو نور افغانان یا ورک یا معیوب شول او یا یې هم تر اوسه هېڅ مړی ژوندی معلوم ندی.

په دې ایتلاف کې هغه څېرې هم شتون لري چې یوې خوا ته د همدې حکوت یو برخه تشکیلوي لکه د ولسمشر لومړی مرستیال، د بهرنیو چارو وزیر او همدا ډول ځینې نور چارواکي چې د همدې حکومت له امکاناتو او امتیازاتو څخه برخمن دي، خو له بلې خوا د همدې حکومت پر وړاندې د ایتلاف په جوړولو سره د اپوزیسیون په توګه فعالیت کوي.

د سیاسي ګوندونو یوځای کیدل او د ایتلاف جوړول د دوی مسلم حق دی او هېڅوک نشي کولای چې د دوی پر وړاندې ودریږي خو دلته تر ټولو مهمه مسله دا ده چې د دا ډول ایتلافونو له را منځته کیدو ولس ښې خاطرې او تجربې نلري، ځکه چې دا لومړی ایتلاف ندی، بلکې له دې وړاندې هم په دې ډول ډېر ایتلافونه رامنځته شول خو پرته له دې چې د ولس ترمنځ یې نفاق رامنځته کړی وي، کومه مثبته پایله یې نه درلوده او بېرته له منځه تللي دي.

د افغانستان ژغورنې په نامه، په نوي رامنځ ته شوي ایتلاف کې چې کوم غړي سره راټول شوي ډېر یې هغه کسان دي چې په تېره یوه نیمه لسیزه او وروستیو کلونو کې یې له بېلابېلو لارو څخه په میلیاردونو ډالره سرمایه پیدا کړې خو دا چې دغو ښاغلیو دا پیسې له کومه ترلاسه کړې، قانوني دي او که غیر قانوني، هغه پوښتنې دي چې ملت یې ځواب ته په انتظار دی او همدا ډول د ځینو هغو پروژو په اړه تحقیق چې تړونونه به یې همدې ښاغلیو خپلو شرکتونو ته ورکول، هغه څه دي چې باید د ملت پر وړاندې یې سپیناوی وشي ترڅو صادق او خاین معلوم شي.

بل اړخ ته دا هم مهمه ده ترڅو پاملرنه ورته وشي چې د دغه نوي رامنځ ته شوي سیاسي ایتلاف غړیو او مشرانو په داسې حال کې خپل دغه ایتلاف اعلان کړ چې د ملي وحدت حکومت مشرانو او په تېره بیا ولسمشر اشرف غني له فساد سره جدي مبارزه پیل کړه او وضعیت داسې شو چې د ډېرو ښاغلیو شخصي ګټې چې د هغې لپاره به یې ملي ګټې ګواښولې له خطر سره مخ شوې او له منځه لاړې، نو له همدې امله دوی اوس غواړي چې د ایتلاف رامنځته کولو او نورو سیاسي لوبو په ترسره کولو سره له حکومته امتیاز ترلاسه کړي او یو ځل بیا وکولای شي چې خپلې شخصي ګټې خوندي کړي او خپلو غیر قانوني کړنو ته قانوي بڼه ورکړي.

په افغانستان کې د حاکمو جریاناتو پروړاندې د ایتلاف رامنځته کیدل کومه نوې خبره هم نده، بلکې په لسګونو ځله دا ډول ایتلافونه د بېلابېلو ګوندونو او اشخاصو له خوا جوړ شول چې حکومت وننګوي خو په ډېر کم وخت کې بېرته له منځه ولاړل او کومه مثبته پایله یې هم ور نکړه.

په عمومي بڼه په ډېموکراتیکو حکومتونو او هېوادو نو کې د سیاسي ایتلاف د رامنځته کیدو دلیل ځانګړي سیاسي موخې، په حکومت رغنده نیوکې، وړاندیزونه او د حکومت ضعف په ګوته کول دي خو له بده مرغه په افغانستان کې لا دا فرهنګ ډېر وخت ته اړتیا لري چې غښتلی او عملي شي، ځکه نو د وروستي ایتلاف رامنځته کیدو ولس لږ اندیښمن کړی او هغه هم لدې امله چې د یاد ایتلاف مشرانو خپله آزموینه څو څو وارې ورکړې او ولس هم نور د دوی له آزمویلو ستړی شوی دی.

اوس نو ولس ته په کار ده چې په داسې حالاتو کې ډېر دقیق اوسي او کوښښ وکړي ترڅو دغه پلورل شوي او د پردیو په لمسون را ټول شوي سیاسي مشران د قومونو ترمنځ ملي یووالی ته زیان ونه رسوي او دوی ته دا اجازه ورنکړي چې نور د ولس ترمنځ د ژبې، سمت، قوم او داسې نورو موضوعاتو پر سر نفاق رامنځته کړي. له نېکه مرغه ډېری هېوادوال په دې پوه دي چې نور قومي ټیکه داران نشي کولای چې د ولس پر غوښتنو لوبې وکړي.