
روهي (يوه نۍ/۱۴مه د زمري)، د چین بهرنیو چارو وزير «وانګ یي» او د اروپايي ټولنې د بهرنۍ پالیسیو مشرې «فیدریکا موګیرني» د سویلي اسیا هېوادونو کنفرانس په څنډه کې ليدنه وکړه.
دواړو لورو هوکړه وکړه، چې ګډو سوداګریزو همکاریو ته به دوام ورکوي.
د چین د بهرنیو چارو وزیر وايي، بیجینګ کې یې هم د اروپايي ټولنې له مشرانو سره بریالۍ خبري کړي دي.
اروپايي ټولنه وروسته له هغه د چین سره سوداګریزي هوکړي ته رسيږي، چې له امریکا سره یې په دې وروستیو کې سوداګريزي اړیکې زيانمنې شوي دي.