غــــــزل

 

څومــــره په نازدزړوپربام ځــې چـــــې راونه غورځــې
جينۍ! كمكۍ يې په سترګام ځې چې راونه غورځې
مــــخ پـــه مـــړوند كله پټــــېږي په دې ښـــــه پوهيږم
ته خپل ميـــن ته په سلام ځــــې چــــې راونه غورځــې
دځــــوانۍ نــــوى اور دې زړه دلمـــس په شـــګوولــي
كـــه داوموشــــيدوترجام ځـــې چې راونه غـــورځـــې
نـــــن دزيارت نغــــــــرى بيـــاغــــــواړي دنـــــذر ډوډۍ
ته دجمــــــعې په شـــپه مدام ځې چـــې راونه غورځـې
ها ليـــــــونى جــلان په ميـــــنې پســــې ځان مړكـــوي
هلتــــه به ته ډېـــره پر بام ځـــــې چـــې راونه غورځــــې
سيدجيلاني جلان