هم تنـهايــې ده او هـــم يمــ په اضـــطراب کـــې راګـــــير
وخته ! زۀ کـــــړمه دې لا دا په کوم عذاب کــې راګـــير
څـــــو بــه مـــــــړ کـــېـــږم ژوندى کــــــيږم د وفا پـــه لارو
څـو به د ژوند دشته کـــې يمه په ســراب کـــې راګــــير
نه څوک ازغي ويني . او نه څوک د خزان فـــــکر کـــړي
بــس هر ســـــړى دى دلــــته ِســـحر د ګلاب کـــې راګـــير
ستا د ښائست په ورشــوګانو کې مې خــيال داسې دى
لکــه چـــــې ســـاز وي په تارونــــــو درباب کــــې راګيـــر
خلق شمـــکــــــوره شــو چــې نه وينـــي حالـــت زمــــونږه ؟
که نه . زخمـــونه د وجــــود مو دي حـــجاب کې راګــــير
څـو ورځـــــې بــــند به کــــړو طايــره دا کتاب د الفــــت
شــو د حـالاتو د ګــــردش نوي ګــــرداب کــــــې راګــــير
وروستي