
روهي (شنبه/١٣مه د زمري)، د راپورونو په اساس، د ترکیې حکومت په دې وروستيو کې دغه هېواد کې د کډوالو د نیولو لړۍ چټکه کړې ده.
په تيرو ٧ مياشتو کې د ترکي حکومت لخوا ١٣٦٠٠٠ تنه د بېلابېلو هيوادونو غیر قانوني کډوال په دغه هېواد کې نیول شوي، چې د ياد شمېر ٤٠ سلنه يې افغانان دي.
د راپورونو په بنسټ، د روان ٢٠١٨م کال په ٧ میاشتو کې ٥٦٠٠٠ تنه غیر قانوني افغان کډوال په ترکیه کې نیول شوي، چې له دې ډلې يې زرګونه د یوې هوکړې له مخې بيرته افغانستان ته لېږدول شوي دي.
په تېر ٢٠١٧م کال کې ترکيه کې د غير قانوني مهاجرينو شمېره ٤٥٠٠٠ تنو ته ورسېده، خو روان کال د تېر په پرتله دا شمېره لوړه شوې ده.
ډېری افغانان په هيواد کې بېکاري، ناامني او اقتصادي ستونزي هغه څه ګڼي، چې دوی يې بهرنيو هيوادونو کې مهاجرت ته اړ کړي دي.