روسيه: د چورلکې لوېدو پېښه کې ١٨ تنه وژل شوي دي

روهي (شنبه/١٣مه د زمري)، يوه روسي هوايي شرکت ويلي، چې ددغه هيواد په شمال ختيځه برخه کې يوه MI-8 ډوله چورلکه چې د کښېناستو په حال کې وه، سقوط کړی او راپرېوتې ده.
 
په دغه چورلکه کې ټولټال ١٨ تنه سپرلۍ موجوده وه، چې ٣ تنه يې خدماتي کارکوونکي وو.
 
په پېښه کې د دريو تنو خدمې په ګډون ١٨ تنه وژل شوي دي.
 
تراوسه د پېښې اصلي علت نه دی څرګند شوی، خو امنیتي سرچینو ویلي، چي دا یوه تخنیکي ستونزه وه او په اړه به یې وروسته معلومات د رسنیو سره شریک شي.