
روهي (شنبه/١٣مه د زمري)، د ايران په پلازمېنه تهران او يو شمېر نورو ښارونو کې د روان اقتصادي کړکېچ په وړاندې د سلګونو کسانو لاريونونه اوس هم ادامه لري.
انفلاسیون د ایراني ریال ټیټېدو او نورو اقتصادي ستونزو له امله په غوسه دي او له تېرو ۷ ورځو راهيسې يې په لاریونونو لاس پورې کړی دی.
راپورونه وايي چي په تهران کي د لاریون کوونکو د مخنیوي لپاره ګڼ شمېر پولیس ځای پر ځای سوي دي.
په ځینو سیمو کي د لاریون کوونکو او پولیسو ترمنځ اخ ډب هم رامنځ ته سوی دی.