
روهي (شنبه/۱۳مه د زمري)، امريکا چاپ «واشنګټن پوسټ» ورځپاڼې د افغان سولې د روانو تودو خبرو او افغان جګړې د نامعلوم برخليک په اړه يو ځل بيا د امريکايي چارواکو او طالبانو ترمنځ د خبرو ريپوټونه خپاره کړي دي.
«واشنګټن پوسټ» په دې اړه چې څنګه امریکا له افغانستان څخه وتلای شي؟ یو مطلب خپور کړی او پکې راغلي، چې امریکا له طالبانو سره خبري کوي او په دې ډول غواړي له افغانستان څخه د وتلو لاره پیداکړي او روانه جګړه پای ته ورسوي.
په ياد مطلب کې ويل شوي، چې امریکا پر سم لور روانه ده، خو په دې برخه کې وړاندوینه ستونزمن کار دی.
ويل شوي، چې امريکا او پاکستان په ګډه د طالبانو سره خبري کوي، ترڅو په افغانستان کې له جګړې لاس واخلي.