ملګري ملتونه: شمالي کوريا لاهم د اټومي وسلو پروګرامونه تعقيبوي

روهي (شنبه/۱۳مه د زمري)، د ملګرو ملتونو نړيوال سازمان يوه پټ راپور په شمالي کوريا تور لګولی، چې ياد هيواد اوس هم د اټومي وسلو په پراختيا کې له نړيوالو بنديزونو څخه سرغړونه کوي.
 
دغه راپور تېره ورځ د ملګرو ملتونو يوې سرچينې «CNN» خبري شبکې ته سپارلی، چې د خپلواکو څېړونکو او کارپوهانو لخوا تهيه شوی دی.
 
دغه سرچينه په هرو ۶ مياشتو کې خپل راپور د ملګرو ملتونو امنيت شورا د بنديزونو کمېټې ته وړاندي کوي.
 
په راپور کې راغلي، چې شمالي کوريا د خپلو ډيپلوماټانو او نورو ملاتړو هيوادونو په مرسته پر ياد هيواد وضع شوي آټومي بنديزونه متوقفوي او د تاوتريخوالي رامنځ ته کېدو لپاره اټومي وسلې پلوري.
 
د ملګرو ملتونو دغه راپور د «واشنګټن پوسټ» ورځپاڼې د تېري اونۍ هغه راپور تائيدوي، چې خبري معلومات او د هوايي سټلايټ انځورونه ښيي، چې شمالي کوريا د نويو اټومي وسلو په جوړولو بوخته ده.