
روهي (شنبه/۱۳مه د زمري)، په داسې حال کې، چې چين په دې وروستیو کې امریکا ته پر خپلو صادراتي مالونو ګمرکي تعرفې ولگولې، د چين یوه لوړپوړي ډیپلومات تېره ورځ د امریکا سره د سوداګريزو ستونزو د حل غوښتنه وکړه.
دغه لوړپوړي چینایي ډيپلوماټ «وانگ یي» وویل، چې هیواد یې د امریکا سره د سوداګريزو اختلافونو حل کول غواړي، څو دواړه هیوادونه وکولای شي، په مساوې ډول له خپلو سوداګريزو اړیکو څخه گټه پورته کړي.
ياد چینایي ډیپلومات دا څرگندونې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو سره تر ليدنې وروسته وکړې او زیاته یې کړه، چې دواړه خواوو په ځانگړې توگه د امریکا او چین ترمنځ د سوداګريزې جگړې په اړه کوم بحث ونه کړ.
دا په داسې حال کې ده، چې د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ تېره چهارشنبه د خپل حکومت سوداګريزو چارواکو ته امر وکړ، چې امريکا ته د چین د ٢٠٠ میلیارډ ډالرو وارداتو باندي ٢٥ سلنه ګمرکي تعرفې وضع کړي.