
روهي (جمعه/۱۲مه د زمري)، د مکسيکو په دورانګوی ايالت کې يوه مسافر وړونکې الوتکه تر پرواز ۵ دقيقې وروسته لوېدلې، چې پکې سپاره ۱۰۱ تنه مسافرين يې ټول ژوندي پاته شوي دي.
لوېدلې الوتکه د ارومکسیکو شرکت اړوند وه، چې د ویکټوریا له ګوادولوپ نړیوال هوايي ډګر څخه یې د مکسیکو د پلازمېنې پر لور الوتنه کړې وه.
چارواکو ویلي، په ياده پېښه کې د الوتکې کومه سپرلۍ یا خدماتي کسان نه دي وژل شوي، خو ۸۵ تنه ټپیان شوي، چې ۳۷ تنه يې په روغتونونو کې بستر شوي دي.