ملا ترخېل وپېژنئ

ملا ترخېل وپېژنئ
ډاکټر نېک محمد ويال د روهي وېب پاڼې څښتن
 
زوکړه او کورنی ژوند:
(په افغانستان کې څوګ دي؟) د وېب پاڼې د خبر له مخې؛ حاجي ملا ترخېل کوچی محمدي د سناتور جنت ګل زوی، په ۱۹۷۳ ز کال کې د کابل ولايت په ده سبز ولسوالۍ کې زېږدلی دی. نوموړی په قومي اړخ کې پښتون او د ترخېل په ټبر پوري تړلی دی.

زده کړې:
د سرچينو په اساس ملا ترخېل خپلې لومړنۍ ديني زده کړې په افغانستان او پاکستان کې په ديني مدرسو کې تر سره کړي دي. په ديني برخو کې يې نورې زده کړې د پاکستان په ديوبند په مدرسه کې بشپړې کړې دي. نوموړي خپلې زده کړې په دې وروستيو کې تر ۱۴ ټولګي پوري په افغانستان کې بشپړې کړې.

دندې:
- ملا ترخېل په لومړيو کې د ديني زده کړو له بشپړتيا وروسته د ديني علومو د ښوونکي په توګه دنده پيل کړه.

- نوموړی د سوداګرۍ چارې هم له پخوا پر مخ وړي، چې ډېر تمرکز يې د تيلو او ګازو په وارداتو دی.

- ملا ترخېل په افغانستان کې د امريکا په ملاتړ د حامد کرزي په مشرۍ د نوې ادارې په راتګ سره په ۱۳۸۱ ل کال کې د اساسي قانون د لويې جرګې غړی وو.

- نوموړی په ۲۰۰۵ ز کال کې د ولسي جرګې نوماند وو او ويې کولی شول چې دغه جرګې ته لار پيدا کړي او وکيل شي.

- نوموړي په اوس وخت کې د ولسي جرګې غړی دی او همدا ډول د کوچيانو او په ځانګړي ډول د ترخېل قوم مشر دی.

ملا ترخېل په خپله سيمه کې پوره ولسي نفوذ لري. په نوموړي تور دی، چې د ولسي جرګې د ټاکنو په بهرينو کې يې د ځان په ګټه او په ولسمشريزو ټاکنو کې يې د خپلې خوښې د نوماندانو په اړه له خپل نفوذ څخه په ګټې د رايې صندقونه ډک کړي او ځان يې بريا ته رسولی دی.

د ملا ترخېل په اړه بله ادعا دا ده، چې په لسګونه او نيږدې تر ديرشو پوري ساتونکي لري، چې په قانوني ډول د ولسي جرګې يو غړی کولی شي يوازې څلور ساتونکي ولري. ادعا کوونکي وايي، چې له دې پرته ملا ترخېل نور وسله وال کسان هم لري.

د ملا ترخېل په اړه د ځمکو د غصب ادعاوې هم شتون لري، ويل کيږي چې نوموړي په ګڼ شمېر دولتي او د خلکو شخصي ځمکې په بېلا بېلو نومونو ځان ته کړې دي.

د همدغه پورتو شکايتونو، ادعاوو او تورونو په اړه داسې راپورنه خپريږي، چې نوموړی د ۱۳۹۷ ل کال د ولسي جرګې د احتمالي نوماندانو له لومړني نوملړ څخه هم اېستل شوی دی.

د پورته هر څه په اړه په دې وروستيو کې ملا ترخېل يوه خبری ناسته رابللې وه او د ځان په اړه يې د غصب شويو ځمکو، ناقانونه وسله والو او زورواکۍ خبرې رد کړې. ملا ترخېل وويل چې که چېرې د بې قانونۍ او د ځمکو د غصب يوه ادعا هم پرې ثبوت شي، نو تيار دی، چې قضايي او عدليي ارګانونو ته لاړ شي او محکمې ته حاضر شي.

د ټاکنيزو شکايتونو کمېسيون نن ورځ وويل، چې د ولسي جرګې د احتمالي نوماندانو په اړه له دوه سوه زيات شکايتونه د ځمکو د غصب، زورواکۍ، خلکو زورونې او قانون ماتونې په اړه شوې دي، چې د پنځوسو شکايتونو د څېړنې په پايله کې يې اته نوماندان له لومړي لېست څخه لېرې کړي.

تر اوسه د دغه کسانو نومونه نه دي رسنيز شوي، خو ويل کيږي، چې ملا ترخېل هم په دې لېست کې شامل دی.

د ملا ترخېل په اړه تر اوسه حکومت او قضايي ادارو په رسمي ډول د زورواکۍ، غصب او قانون ماتونې کوم څرګند څه نه دي وړاندې کړي، خو په رسنيزو بحثونو او ټولنيزو رسنيو کې د نورو لسګونو کسانو ترڅنګ، د ملا ترخېل نوم هم د زورواکو، غاصبينو او بې مسووله والو د لرلو په اساس شامل وي.