
روهي (پنځه نۍ/١١مه د زمري)، د فیليپين ولسمشر روډريګو ډوټرټي د فساد ضد مبارزې د کمپاین په لړ کې د ياد هيواد په کګايان ولايت کې د ٥.٥ میلیون ډالرو په ارزښت ٧٦ قاچاق شوي لوکس موټرونه او موټرسايکلونه له منځه وړي دي.
نوموړي خپله ددغه قاچاق شويو لوکسو او ارزښتمنو موټرونو او موټرسايکلونو د لمنځه وړلو جريان ننداره کړ او د بلدوزر په واسطه ياد موټران له منځه يوړل.
په يادو لمنځه وړل شويو موټرونه کې د لمبرګني، مرسديز بینز او پورسچي کمپنيو نمونې شاملې وې.