ويتنام: وروستيو اورښتونو د هانوی ښار ټیټې سیمې تر اوبو لاندي کړي

روهي (پنځه نۍ/۱۱مه د زمري)، په ویتنام کې د وروستیو اورښتونو له امله د مرکز هانوی د ځینو برخو په گډون ټیټې پرتې سیمې تر اوبو لاندي شوي او په زرګونو کسان لوړو پرتو سیمو ته لېږدول شوي دي.
 
د ویتنام د مرکز هانوی يو اوسیدونکی وان بون خپل کور ته له ټاير نه په يوه جوړه شوې بېرۍ کې تګ-راتګ کوي او د خپلې خوب کوټې په منځ کې هم په دې ټایر ګرځي.