امریکا د يوه زنداني له امله په دوو ترکي وزيرانو بندیزونه ولګول

روهي (پنځه نۍ/۱۱مه د زمري)، امریکا حکومت تېره ورځ د ولسمشر طیب اردوغان په دوو لوړ پوړو پارلماني چارواکو له دې امله بندیزونه ولګول، چې یو امریکایي پادري یې ترکیه کې د حکومت ضد د ناکامې کودتا سره د مرستې په تور زنداني کړی دی.
 
د سپینې ماڼۍ ویانده ساره سینډرز وايي، چې موږ داسې هیڅ شواهد نه دي ترلاسه کړي، چې پادري دي کوم غلط کار کړی وي او موږ باور لرو، چې هغه د ترکیې حکومت غیر عادلانه زنداني کړی دی.
 
د امریکا خزانې وزرات د ترکیې پر عدلیې وزیر عبدالحمید گل او کورنیو چارو وزیر سلیمان سویلو دغه بنديزونه لګولي او په يادو دواړو وزیرانو تور لگوي، چې امریکایي پادري اینډریو برنسن یې غيرعادلانه نیولی دی.
 
ترکي چارواکو د امریکا دغه اقدام پارونکی عمل بللی او ویلي یې دي، چې ځواب به يې ورکړي.
 
د امریکا او ترکیې ترمنځ اړیکې د ياد زنداني پرسر، چې ترکیې ٢١ میاشتې وړاندي نیولی، ترينګلي شوي دي.