فرانسې نهنګ ته ورته مسافر وړونکې الوتکه جوړ کړې ده

روهي (پنځه نۍ/۱۱مه د زمري)، په نړۍ کې مسافر وړونکي عادي الوتکې عموماً د الوتونکو مرغانو په څېر جوړيږي، خو په فرانسه کې بیا داسې یوه مسافره وړونکې الوتکه جوړه شوې، چې کټ مټ د یوه نهنګ ماهي شکل لري.
 
د فرانسوي چارواکو په وينا، دا الوتکه چې بيلوګا ايکسل نوميږي، به راتلونکي ۲۰۱۹م کال کې په رسمي ډول الوتنه وکړي.
 
ياده مسافر وړونکې الوتکه، چې اوږدوالی یې ۶۳ متره او لوړوالی یې ۱۹ متره دی، ۱۲۵ ټنه وزن لري او خپله ۵۳ ټنه وزن وړلای شي.