ټرمپ کلفورنيا کې د وژونکي اور له امله بيړنی حالت اعلان کړ

روهي (پنځه نۍ/۱۱مه د زمري)، د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ کلفورنیا کې د وژونکي اور له امله بيړنی حالت اعلان کړ.
 
په ياد ايالت کې د سختي اور لګېدنې له امله زرګونه خلک له خپلو کورونو وتلي دي.

دغه اور چې د تېرو څو ورځو راهيسي لګېدلی او تراوسه آدامه لري، تردې مهاله پکې ۲ کوچنيان او ۳ اور وژونکي هم وژل شوي دي.
 
دغه راز ددې اور لګېدنې له امله ۵۰۰ کورونه سوځېدلي او ۵۰۰۰ نور هم د سوځېدلو له تهديد سره مخامخ دي.