
روهي (پنځه نۍ/۱۱مه د زمري)، د ارمنستان هيواد پخوانی ولسمشر رابرټ كوچاريان د ۲۰۰۸م كال جنجالي ټاكنو کې د اعتراض كوونكو په ځپلو له تورنېدو وروسته ونيول شو.
د يادو ټاکنو پرمهال په اعتراضونو كې د دوو پوليسو په ګډون ۱۰ تنه وژل شوي وو.
تېره ورځ د ارمستان پايتخت ايروان كې يوې محكمې امر وكړ، چې د څېړنو ځانګړې اداره دي پخوانى ولسمشر کوچاريان ونيسي.
د يادونې وړ ده، چې د ياد هيوادنوي لومړي وزير نيکول پاشينيان د فساد سره د مبارزې لپاره جدي هڅې پيل كړي دي.