
روهي (څلورنۍ/۱۰مه د زمري)، تېره شپه د پښتونخوا په نوښار سيمه کې د ریشم خان په نوم یوه سندرغاړې په مرموز ډول وژل شوې ده.
راپورونه وايي، چې د نوموړې په وژنه کې د هغې د خاوند لاس دی.
د ریشم ورور عبيدالله په خپله عریضه کې پولیسو ته ویلي، چې خور یې خپل خاوند فايده خان وژلې ده.
نوموړي ویلي، چې اخښي يې خپله مېرمن په چل ول له کوره ايستلې او بیا وژلې ده.
د عبيدالله په خبره، چې اخښی یې بهر کې و او د مېرمنې په هنرمندۍ يې رضايت نه درلود.
د ريشم تر وژنې وروسته يې خاوند په تېښته بريالی شوی، خو پولیس وایي، د هغې د خاوند د نیولو هڅې یې پیل کړي دي.