د لبنان چاپېریال ساتوونکو د پوځ ځيني ټانکونه د سمندر اوبو ته غورځولي

روهي (څلورنۍ/۱۰مه د زمري)، د لبنان هيواد چاپېریال ساتوونکو فعالانو د پوځ يو شمېر پخواني او زاړه ټانکونه د صیدا ښار سمندرغاړې اوبو ته غورځولي دي.
 
ياد فعالان وايي، ددې څخه يې موخه له کثافاتو ځان خلاصول دي.
 
د چاپېريال ساتوونکو دغه سیمې ته ډېر شمېر سیلانیان هم ورجذب کړي.‌
 
تېره شنبه،‌ د صيدا ښار له سمندري ساحل څخه شاوخوا ۳ کلیومتره لېري ننداره چیانو سمندر ته ددغو ټانکونو د ورغورځولو ننداره وکړه.
 
د چاپېريال ساتوونکو فعالانو مشر کامل کزبر ویلي، «دا ځای د غوټه وهوونکو لپاره ترټولو خوښ ځای دی او موږ دلته تر اوبو لاندي ژوند ته پرمختګ ورکولای شو.»
 
نوموړي هیله ښودلې، چې یاد ټانکونه چې د پوځ لخوا ورته ډالۍ شوي، د سمندر تل کې به پټ شي.
 
ياده ډله غواړي، تر سمندر لاندي د تفرېح لپاره ځای جوړ کړي، چې هلته هېڅ‌ کثافات هم وجود ونه لري.