
روهي (درې نۍ/۹مه د زمري)، د هندوستان لومړي وزیر نریندرا مودي د پاکستان د ټاکنو ګټونکي عمران خان ته د ټیلیفون له لارې د بریا مبارکي ورکړه او دواړو مشرانو په سیمه کې د سوله ييزو هڅو لپاره هیله وښوده.
د روانې جولای د ۲۵مې نېتې په ټاکنو کې د تحریک انصاف ګوند له بریا وروسته په لومړي ځل د هندوستان لومړی وزير نريندرا مودي او عمران خان خبري سره کوي.
يادو دوو مشرانو يو بل سره داسې مهال ټيليفوني خبري کړي، چې د هندوستان او پاکستان ترمنځ ناندرۍ اوج ته رسېدلي دي.
عمران خان له بريا وروسته په خپله لومړنۍ وینا کي ویلي وو، چې غواړي د هندوستان سره د کشمير لانجه هواره کړي.
د نوموړي په خبره، که هندوستان په ياده برخه کې یو ګام پورته کړي، نو پاکستان به هرو-مرو د يادې لانجې د حل لپاره دوه ګامونه اوچت کړي.