کلفورنیا: تر ۶۰۰ زيات کورونه د اور لمبو سوځلي دي

روهي (دوه نۍ/۸مه د زمري)، کلفورنيا کې چارواکي وايي، په دغه ايالت کې تېز باد، ګرمه هوا او ګڼ ځنګل د اورلګېدنې لامل شوی، چې ددې اورلګېدنې له امله زرګونه کورنۍ زیانمني شوي دي.
 
په دغه اورلګېدنه کې تر ۶۰۰ زيات کورونه د اور لمبو سوځلي او زرګونه کسان یې دې ته اړ کړي، ترڅو خپل کورونه پرېږدي.
 
د ځايي چارواکو په وينا، په ځينو سیمو کې لاهم اورلګېدنه شته او هڅه روانه ده، ترڅو د اور د پرمختګ مخه ونیول شي.
 
ددغي اورلګېدنې پرمهال ۱۶ تنه لادرکه شوي هم دي، چې له دې ډلې یوازې ۹ تنه یې بيرته پیداشوي او ۷ نور لاهم نادرکه دي. سيمه ييزو چارواکو د زیانمنو شويو کسانو سره د عاجلو مرستو کولو ژمنه کړې ده.