تاجکستان: پلازمېنه دوشنبه کې ٤ امريکايي او اروپايي سيلانيان وژل شوي

روهي (دوه نۍ/٨مه د زمري)، د تاجکستان پلازمېنه دوشنبه کې ٤ اروپايي او امریکايي سیلانیان وژل شوي دي.
 
دغه دوه امریکايي او دوه اروپايي سیلانیان د دوشنبې ښار جنوبي برخه کې په موټر وژل شوي او دوه نور ټپیان دي.
 
په يادو وژل شویو کسانو کې دوه امریکایان، یو سویسی او بل د هالنډ اتباع شامل دي.
 
په پېښه کې یو سویسی، یو هالنډی او یو فرانسوی هم ژوبل شوي دي.
 
دغو سيلانيانو د سړک پر غاړه باسیکل ځغلاوه، چې یو کس په موټر ووهل.
 
د دوشنبې چارواکي وايي، د پېښې په تړاو یې درې تورن کسان نیولي دي.
 
ويل شوي، چې د یوه نیول شوي کس سره چاقو هم موجود و او د نیولو پر مهال یې مقاومت هم کړی دی.