سياسي ګوندونه اخير څه غواړي؟

سياسي ګوندونه اخير څه غواړي؟
ډاکټر نېک محمد ويال د روهي وېب پاڼې څښتن
 

د هېواد امنيتي وضعيت کړکېچن دی. په ښارنو کې بريدونه کيږي، وسله وال په ولايتونو کې تر مرکزونو را نېږدې شوي دي، يو شمېر لېرې پرتې ولسوالۍ د وسله والو تر اغېزې لاندې دي، شتون په کې لري او یا هم د سقوط او امنيتي ګواښونو تر بريده رسېدلي دي.

ګاونډي او د سيمې هېوادونه لکه ايران، پاکستان، روسيه او نور په سپين پوستکي کې نه دي. په افغانستان کې له هرې ناخوالې خپلې ملي ګټې خوندي کوي او هڅه کوي، چې وضعيت په داسې حالت کې وساتي چې دوی د دوستۍ په پوښ کې خپلې ناوړه کړنې تر سره کړي.

بيا له بلې خوا، په هېواد کې د وچکالۍ خبرونه خپريږي. د اوبو سطحه ټېټه شوې ده. د وچکالۍ پر وړاندې د مبارزې کومې خاصې لارې په لاس کې نشته. هېواد کې فقر او بې کاري ده. د افغانانو ترمنځ د نفاق تخم شېندل شوی دی.

په نړيوالو سروې ګانو او راپورونو کې افغانستان بد ځای او وضعيت لري. کله مو هېواد د فساد لومړی مقام اخلي، کله په مخدره موادو کې ټاپ توليد کوونکی راځي او کله هم د بدنامۍ په بل نوملړ کې راغلی وي.

خو د ټولو ناخوالو سره - سره د هېواد سياسي ګوندونو هغه نخرې شروع کړې دي، چې د لومړۍ او پرمختللې نړۍ په هېوادونو کې يې هم سياسي ګوندونه نه کوي.

د ټاکنو خپلواک کمېسيون نن ورځ په څرګند ډول وويل، چې په دې تنګ او لنډ وخت کې، د سياسي ګوندونو غوښتنې له قانون لوړې او ناشونې دي. سياسي ګوندونه وايي، چې پخوانۍ نوم لېکنه دي لغوه شي او په دې درېيو مياشتو کې دې په ټول هېواد کې بايومتريک نوم لېکنه وشي. سياسي ګوندونه نه ګوري، چې د هېواد په يو شمېر سيمو کې تر اوسه همدا عادي نوم لېکنه نه ده شوي، چې له وړاندې ورته تياري هم نيول شوي وو او په اړه يې عام پوهاوی هم موجود وو، نو بيا به څنګه په ټول هېواد کې بايومتريک نوم لېکنه چې ډېری کسان يې له نوم سره هم نه دي بلد تر سره شي؟

سياسي ګوندونه وايي، چې موجوده د ټاکنو سېسټم او نظام دې په کُلي ډول تبديل شي. دوی دا نه ګوري، چې په روان وضعيت کې کمېسيون خپل جوړښت نه شو پوره کولی، نو څنګه شونې ده، چې ټاکنيز سېسټم تبديل شي؟ ټاکنو کمېسيون له خپل منځي ستونزو او نه همغږۍ څخه زوريږي، نو د ټاکنيز نظام بدلون به څومره وخت ونېسي؟

سياسي ګوندونه په ټاکنو د ډېر څار غوښتنه کوي. خو سياسي ګوندونو د ولسونو ترمنځ کوم باور او د قدر ځای لري، چې که چېرې دوی د ټاکنو څار په غاړه واخلي، نو ټاکنې به رڼې شي؟ په افغانستان کې ولس له سياسي ګوندونو دومره کرکه لري، چې د نوم په اورېدو يې کورنۍ جګړې ذهن ته ورځي او هغه ناخوالې ورته په ياد کيږي، چې د کورني غړي يې په کې شهيدان، ټپيان، ورک او د نورو اړ شول.

افغانستان اوس په هغه ځای کې نه دی، کوم رول چې په امريکا، جرمني، روسيه، جاپان او نورو هېوادونو کې سياسي ګوندونه لوبوي، چې دوی يې هم بايد دلته په افغانستان کې لوبوي. هلته سياسي ګوندونه وسله وال هم نه دي، هلته سياسي ګوندونه له بهر څخه مالي سرچينې هم نه لري، هلته سياسي ګوندونه د پرديو لپاره کار هم نه کوي. هلته سياسي ګوندونه ايډيالوژيک اختلاف لري، قومي او وسله اختلاف نه.

د سياسي ګوندونو غوښتنه دا ده، چې پر حکومت فشار راوړي، له ټاکنو بله خوا پرې خپلې غوښتنې ومني او باج واخلي.