
روهي (يوه نۍ/۷مه د زمري)، اندونيزيايي چارواکي وايي، ددغه هيواد په يوه سياحتي سيمه کې شديدې زلزلې لږ تر لږه ١۴ تنه مړه او ۱۶۰ تنه نور ټپيان کړل.
د اندونيزيا په مرکزي ټاپو لومبوک کې د ريشتر په کچه ۶.۴ درجې زلزلې زرګونه کورونه هم تخريب کړي دي.
د ياد هيواد د طبیعي پېښو ادارې ويلي، ممکن د مرګ ژوبلې شمېره تر دې هم لوړه شي.