
روهي (يوه نۍ/۷مه د زمري)، د امريکا چاپ واشنګټن پوسټ ورځپاڼه په يوه خپور شوي مطلب کې د عمران خان بریا ته په اشارې ويلي، چې د پاکستان نوی لومړی وزیر به د طالبانو ملاتړی او د پاکستاني پوځ د لاس آله وي.
د واشنګټن پوسټ په خبره، دا چې د عمران خان په کاميابۍ کې د پاکستاني پوځ بې ساري هڅې کړي دي، نو همدې هڅو ته په پام سره به عمران خان د ياد پوځ اوامر پرځای او احسان به یې ادا کړي.
د يادي ورځپاڼې د مطلب په اساس، پاکستانی پوځ له نوموړي درې عمده غوښتنې لري، یو دا چې باید زياتې پیسې ځان ته ځانګړي کړي، دوهم په افغانستان کې د طالبانو ملاتړ وکړي او دريم نوري سختدریځي ډلې پیاوړي کړي.
ورځپاڼې زیاته کړې، چې يادو مسایلو ته په کتو ویلای شو، چې عمران خان د پوځ له لوري کارول کېږي او حکومت به يې هم د طالبانو پلوی حکومت وي.