ارجنټاين کې د یوه غټ ډایناسور اسکليټ وموندل شو

روهي (شنبه/۶مه د زمري)، په ارجنټاین هيواد کې د یوه غټ ډایناسور اسکليټ وموندل شو.
 
څېړونکو ددغه غټ ډايناسور وزن شاوخوا ۹ ټنه ښودلی دی.
 
د څېړونکو په باور، دغه ډایناسور د تریاسیک د دورې دی، چې شاوخوا ۲۵۰ ميلیون کاله پخوا وه، خو د يادي دورې تر کشف شویو ډایناسورانو درې برابره لوی دی.
 
ډایناسور د پخوانيو زمانو يو حیوان دی، چې اوس يې نسل ختم دی، خو لا یې هم اسکلیېټونه او فوسیلونه پيداکيږي.