
په پاکستان کې عمران خان نیازی په داسې وخت کې په ټولټاکنو کې بریالی اعلان شو، چې په خپله د پاکستان بیړۍ د سترو توپانونو سره مخامخ او د ډوبیدو ګواښ یی وار په وار زیاتیږي.
دا د پاکستان په لنډ تاریخ کې د مارشال ایوب خان، یحیی خان، غلام اسحق خان څخه وروسته پښتون دی چې د واک په ګدۍ کیني. خو هر پښتون چې په پاکستان کې واک ته رسیدلي تر پنجاپیانو زیات، پښتنو ته یې زیان رسولی او په مقابل کې یې پنجاپي استعمار ته خدمت کړی دی.
وبه ګورو چې عمران خان نیازی هم د پنجاپ استعماري ګټو ته څومره ژمن دی او که غواړي په رښتینی توګه دموکراسی او بشري حقوق هلته پلي کړي.
په عمومي ډول سره ویل کیږي چې عمران خان د پنجاپي پوځ کاندید دی خو تر اوسه پدې هکله ښکاره اسناد نه شته.
د مخالفینو په ګومان دا ټولټاکنې د عمران خان په ګټه د پوځ له خوا مهندسی شوي دې ، حتی د ده پخوانی میرمنی ریحام خان ویلي چې دا ټولټاکنې: (تر ټولو زیاتې غیر رڼې وې او نوموړی د پوځ سره نږدې اړیکي لري.)
یو شمیر ګوندونه دا ټولټاکنې نه مني .له همدې امله یو شمیر ګوندونو خو د احتجاجونو تر سره کولو د پاره ملا تړلي ده.
خو بیا د عمران خان پلویان دا خبره ردوي او وایي چی دوی خلکو ته داسی پروګرام وړاندې کړ چې د ټولو د پاره د منلو وړ و.
په دې پروګرام کی د مالی فساد په وړاندې کلکه مبارزه باندې ډیر تاکید شوی و. د دوی په ګومان همدا پروګرام ددې سبب شو چې خلک د عمران خان څخه ملاتړ وکړي او په دې ډول د پاکستان په سیاسی ډګر کې نوی باب پرانیږي.
په پاکستان کی پخوانی رواجی سیاست پای ته ورسید. پخوا د پاکستان سیاست د مسلم لیګ ګوند او پیپل ګوند له خوا انحصار شوی و او نورو ته دا موقع نه وه چې د سیاست ډګر کی ولوبیږي. د بوټو د کورنۍ او د نواز شریف کورنۍ د خلکو د پاره نورې ستړي کونکې څیرې شوې.
همدارنګه تش په نامه ملت پاله ګوندونه لکه د اسفندیار ولي خان، محمود خان اڅکزي، مولانا فضل الرحمن، مولانا سراج الحق او نورو پورې تړلي ګوندونه په اریانونکي توګه د سیاسي ډګر څخه وایستل شول.
که څه هم د پاکستان داخلي او بهرنی سیاست د پوځ له خوا کنترول کیږي او په سیاسی ډګر کې هغه څه را منځته کیږي چی د هغو په هکله په پوځی بارکونو کې تصمیم نیول کیږي. په پاکستان کی هیڅ یوه ډله او غورځنګ د پوځ د ملاتړ او یا خوښې پرته نه شی را منځته کیدای. خو که را منځته کیږی هم باید داسی پروګرام ونلري چی د پوځ او یا په پاکستان کی د (پنجاپ حاکمیت) ته زیان ورسوي.
د پورتنیو یادونو په بنسټ د عمران خان نیازي د تحریک انصاف ګوند را منځته کیدل او بالاخره واک ته رسیدل هم د واکمن پوځ د خوښې پرته ناممکن دی.
خو واکمن پوځ دا وار د ملکی حکومت په نامه پخواني ټیکداران ولې شاته کړل او هڅه یې وکړه چې تیر اویا کلن سیاسی ډګر ته بدلون ورکړي؟
دلته څو دلیلونه شته:
له بلې خوا د پاکستان هیواد د ستر داخلي بحران سره مخامخ شوی و. ډیره نږدې وه چی دا هیواد مات شي دا ځکه:
ددې ملي حرکتونو په اړخ کې طبقاتي مبارزه هم ځواکمنه شوه. په پنجاپ کې مزدورانو د حاکمې او لوټمارې طبقی په وړاندې لاریونونه پیل کړل. د پاکستان په نورو ایالتونو کې طبقاتي مبارزې زور واخیست.
د پاکستان پوځ په داخلي او بهرني ډګر کې ډیر بدنام شو او د جنایتکار پوځ په نوم ونومول شو. همدا خبره وه چې د پاکستان تر واک لاندې خلک یوې خواته او د هغه هیواد پوځ بلی خواته ، یو د بله په وړاندې ودریدل.
په بهر کې هم پاکستان د تروریستي او یا د تروریزم د ملاتړي هیواد په توګه وپیژندل شو او له دې امله په دې هیواد باندې فشارونه مخ په زیاتیدو شول.
په نوموړی هیواد باندې کورني او بهرني فشارونه ددې سبب شول چې دا هیواد دړې وړې کیدو ته نږدې شي. نو ځکه د پاکستان سیاسی مفکرینو او پوځ یو نوی لوبه کې پیل کړه.
یو شمیر کتونکي وایی چې عمران خان نیازی په خپل سیاست کی ثابت دریز نه لري او د هغه سیاستونه د پوځ د فرمایش سره بدلون مومي. خو بیا هم د نوموړی مطبوعاتی کنفرانس په دې ورستیو کی ځینې ټکي درلودل چې هیله مندي یی رامنځته کوله.
یو ددې څخه د افغانستان او هند سره د اړیکو په هکله اشارې وې چې که نوموړی همغو ټکو ته ژمن پاتې شي کیدای شي د سیمې په سیاستونو کی ژور بدلون را منځته شي.
همدارنګه په داخلي سویه:
باید ووایو چې پورتني سیاستونه د پوځ له خوا را منځته شوي او په تیرو اویاو کلونو کې تطبیق شوي دي. دا به ډیره ستونزمنه شي چې:
- د پاکستان پوځ د افغانستان او پښتنو په وړاندې د دښمنانه ستراتیژیو لاس واخلی. او هلته خپل ورانکار او ځپونکي عملیات ودروي.
- د پاکستان پوځ به هیڅکله پرینږدي چی د ډیورینډ دواړو غاړو پښتانه ، بلوڅ بی د کوم خنډ څخه ازادانه راشه درشه ولري.
- د پاکستان پوځ به هیڅکله دې ته تیار نشي چی د بلوچستان او پښتونخوا طبعی منابع د هغو اصلی مالکانو ته پریږدي.
- تروریزم د پاکستان د شتوالي د پاره د هیواد په دننه او بهر کې مهمه وسله ده. که چیرې پاکستان دا وسله پریږدي په هغه صورت کې ونه شي کولی خپلو استعماري موخو ته ورسیږي.
عمران خان نیازی هغه وخت کولی شي چې پاکستان ته د ماتیدو څخه نجات ورکړي چی د هغه هیواد د سیاستونو ستراتیژیکي کرښې چې د هیواد د ننه او بهر د پاره تقریبا اویا کاله مخکې ترتیب او عملي شوي دي بدلون پکې راولي. یعنی د توطیې ، تیري او ځپلو سیاست ، په همکاري او ورور والي باندې واړوي.
د پاکستان په اقتصادي ، ټولنیز او سیاسي نظام کې لوټماره او فاسده طبقه واکمنه ده. دا طبقه د هیواد په سیاست ، اقتصاد او پوځي سکتور کی د پراخ واک او نفوذ لرونکي ده. دا طبقه هیڅکله نه غواړي چې خپل امتیازات د لاسه ورکړی او د فساد څخه لاس واخلي.
په دې کې شک نه شته چی عمران خان نیازي ته به ډیره ستونزمنه وي چی هغه ژمنې یې چی د ټولټاکنو څخه مخکې ورکړي وې عملي کړي. همدا ژمنې وې چی د هغه هیواد خلک او په تیره بیا ځوانان د مبارزې ډګر ته راووتل او نوموړي ته یی رایې ورکړې.
وبه ګورو چی عمران خان څه ډول اداره رامنځته کوي او هم خپلې اړیکي د پوځ سره څه ډول تنظیموي.
د عمران خان د پاره بله ستره ستونزه د پښتنو ، بلوڅو ، سندیانو او نورو ملتونو د ازادی بښونکي غورځنګونه دي.
رسنیو ته په خپل لومړي کنفرانس کې نوموړي په هغه هیواد کې ازادي بښونکو غورځنګونو ته کومه اشاره ونکړه او خپل ځان یی د پاکستان سر سخت پلوي او محمدعلي جناح یی خپل رهبر وګاڼه.
دا غورځنګونه بشپړه ازادي غواړي ، دوی وایی چی د مستقلو هیوادونو په توګه حاضر دي د پاکستان سره خپلې اړيکي ټینګې کړي.
که څه هم عمران خان په خپلو ویناو کې د پاکستان د ټولو خلکو د برابرو حقوقو خبرې کړي خو په عمل کې د هغه پلي کول ډیر ستونزمن دي. د بلوچستان ، پښتونخوا او نورو سیمو طبعی منابع د پنجاپ له خوا لوټیږي. د هیواد په داخلی او بهرني سیاست کې د پنجاپ (پوځ د هغه استازیتوب کوي) خبره لومړی ده.
په پاکستان کې پښتانه ، بلوڅ ، کشمیریان ، سندیان او نورد خپلې خاورې واک نه لري او نه د پاکستان په چوکاټ کې د دوی خبره کوم اهمیت لري.
ایا عمران خان به د پاکستان د شتون د دوام له پاره به په دې بریالي شي چې هغه هیواد استعماري سیاست او نظام پای ته ورسوي. یعنی بلوڅ ، پښتانه، سندیان او نور به د خپلو طبعی منابعو واکمن شي او هم به دوی ته دا اختیار ورکړل شي چې خپل برخلیک په خپله وټاکي؟
ښکاره ده چې پورته ډول بدلون د پاکستان په کورني سیاست کې ناممکن دي. په دې ډول به د عمران خان په واکمنی کې د ازادی د پار غورځنګونه فعال واوسي.
همدارنګه عمران خان د کشمیر او ډیورینډ د کرښې ستونزې هم د سترګو نه شي غورځولی. کشمیر باندې د پاکستان ادعا یوازی په دې ټکی کیږی چی خلک یی مسلمانان دي باید د پاکستان خاوره وګرځی . په داسې حال کې چې کشمیر زیاتره خلک د ازاد ، خپلواک او مستقل کشمیر غوښتونکي دي . په کشمیر باندی د پاکستان د خاورې ادعا بې ځایه ده. د کشمیر برخلیک باید خپله کشمیریان وټاکي نه هند او نه اسلام اباد.
د ډیورینډ کرښه یوه بله ستره ستونزه ده چی د عمران خان په مخکې پراته ده. د پښتنو د پاره (لر او بر یو افغان) مهم شعار دی. پښتانه غواړي په ګډه ژوند وکړي او یو مستقل هیواد ولري.
اوس د پاکستان ماته او ډوبیدونکي بیړۍ د عمران خان غاړې ته لویدلي ده ، چې به څنګه وکولی شي نوموړي چلینجونو ته د حل لاره پیدا کړي او هم نوموړي بیړۍ ته نجات ورکړي.
د بلې خوا په پښتونخوا کې د تش په نامه ملتپالو ګوندونو شرمونکي ماتې دا وښودله چې دا ګوندونه د پښتنو د پاره د ګټې په ځای په زیان تمامیدل او له دې امله د پښتنو هم ددې ګوندونو ستړي کونکو څیرو ته شا کړه.
اوس په پښتني سیمو کې یوه سیاسي تشه را منځته شوي ده ، عمران خان ادعا کوي چی دا تشه دده د ګوند له خوا ډکه شوي ده ، خو داسې نه ده عمران خان د پښتنو په نزد داسې څوک نه دی چې د پښتنو د حقوق کلک مدافع واوسي.
اوس وګورو چې په پښتونخوا کې نوی څه ډول سیاسي غورځنګ را پورته کيږي د هغه چلند به دعمران خان او پوځ په وړاندې څه ډول وي؟
په پاکستان کې حالات په ډیره چټکتیا سره بدلیدونکي دي.د پاکستان د ماتیدو عوامل ورځ په ورځ ځواکمن کیږي اوس به وګورو چې عمران خان د محمدعلي جناح په واسطه جوړ شوي تروریستی – استعماري پاکستان ته څنګه نجات ورکوي؟ او دا ماته بیړۍ د نوي پاکستان په نوم څنګه د ډوبیدو څخه ژغوري؟
دا ښکاره خبره ده چی عمران خان به ډیره هڅه وکړي چی د پاکستان استعماری دولت د ړنګیدو څخه وژغوري. هغه به یو شمیر تیرایستونکو پلانونو په عملي کولو لاس پورې کړي او هڅه به وکړي چې د پاکستان تر چتر لاندې مظلومو خلکو زړونه تر لاسه کړي ، خو په دې به بریالی نه شي چی د پاکستان په سیاستونو کې بنسټیز بدلون رامنځته کړي دا ځکه چی د پاکستان دولت په استعماري ستنو ولاړ دي. هغه هیواد چی د استعمار په بنسټ جوړ شوی وي هلته دموکراسي او بشري حقوق نه شي عملي کیدای.
لومړی باید استعماري رژیم ړنګ شي او خلکو ته د خپل برخلیک د ټاکلو حق ورکړل شي او وروسته بیا د دموکراسی په هکله خبرې وشي.
عمران خان او میخاییل ګرباچف په ورته حالاتو کې واک ته رسیدلی دی.
میخاییل ګرباچف هم د عمران خان په شان په ډیر حساس حالت کې اولسمشر شو چې شوروي اتحاد د ړنګیدو په حال کې و ، شوروي ا تحاد ته د ماتیدو څخه د نجات د پاره یو شمیر اصلاحات اعلان کړل او دا اصلاحات په خپله ددې سبب شول چی شوروي مات شي.
خو بیا هم ګرباچف په دې بریالی شو ، چی روسیه د ستر بحران څخه وساتي او هم نوي ازاد شوي هیوادونه د روسیې د مدار څخه بهر نه شول.
ایا عمران خان دې ته تیار دی چې د پاکستان محکومو اولسونو (پښتانه، بلوچ، سندي...) ته د برخلیک د ټاکلو اجازه ورکړي لکه چی د شوروي اتحاد د وروستی اولسمشر میخاییل ګرباچف ورکړه او په شوروي کی یو شمیر خپلواک هیوادونه رامنځته شول؟
په دې ډول د عمران خان د (نوي پاکستان تر نوم لاندې) اصلاحات نه شي کولی د پاکستان استعماري دولت ته نجات ورکړي. دا ځکه چې د هغه اصلاحات بنسټیز نه دي . د هغه اصلاحات به سرسري او تیر ایستونکي وي.
خو د بنسټیزو اصلاحاتو په رامنځته کولو او یا د پوځ له خوا د ورکړل شوي پلان د نه عملي کولوپه صورت کې ډیر امکان شته چی د عمران خان په وړاندې پوځی کودتا تر سره او د پوځ له خوا د واک څخه ګوښه او محکمې ته معرفي شي په هغه صورت کې برخلیک به یی ذوالفقار علي بوټو ته ورته وي.
ددی له پاره چی عمران خان نیازی ځان د پورتني ناوړه برخلیک وژغوري هغه باید د خپل ملت (پښتون) غوښتنو (ازادی په ګډون) ته غاړه کیږدي تر څو دده ملت (پښتون) هم دده څخه د دفاع په مورچل کې ودریږي.