سياسي ائتلاف د چا پر وړاندې!؟

سياسي ائتلاف د چا پر وړاندې!؟
ډاکټر نېک محمد ويال د روهي وېب پاڼې څښتن

د پخواني حکومت چارواکو او د اوسني حکومت دننه او بهر سياسي څېرو نن ورځ په کابل کې د ملي ستر ائتلاف په نوم يوه سياسي ډله اعلان کړه. دغه ائتلاف ته له تېر کال راهيسې کارونه روان وو. په کور دننه او بهر کې ناستې تر سره شوې، لېدنې - کتنې وشوې؛ ترڅو د مختلفو سياسي کړيو او قومونو څخه کسان سره راټول کړي او دغه ډله اعلان کړي.

د دغه ائتلاف اصلي بنسټ اېښودونکي او مشران درې کسان دي، عطا محمد نور، محمد محقق او جنرال دوستم. دغه کسانو وکول شول، چې د خپلو او نورو قومونو څخه ځينې ملي او سيمه ييزې سياسي څېرې له ځان سره يوځای کړي او خپل حرکت يو څه پياوړی کړي.

دغه سياسي ائتلاف د جوړېدو له لومړۍ ورځې بيا تر نن؛ د اعلان تر رسمي ورځې يوازې يو څه وايي، چې حکومت په غلطه روان دی. دوی د هېواد د اقتصادي پرمختيا، رغنيزو پروژو، ملي مسايلو، جګړې او سولې په اړه تعميري څه نه دي وړاندې کړي.

مخکې له دې چې دوی په حکومت نيوکه وکړي، لومړی به دا افغانستان د اساسي قانون اړوند حکومت تعريف کړو او بيا دغه کسان چې په ائتلاف کې سره راټول دي، په ګوته کړو، چې څوګ دي او د حکومت سره يې تړاو څه وو او څه دی.
 
د هېواد اساسي قانون په لويه کې حکومت داسې تعريفوي، "څلورم فصل: حکومت، یو اویایمه (۷۱) ماده، لومړۍ فقره: حکومت له وزیرانو څخه جوړ دی چې د جمهور رئیس تر ریاست لاندې کار کوي. د وزیرانو شمېر او وظایف د قانون له لیاري تنظیمیږي."

د دغه مادې تفسير داسې دی، چې د حکومت لويه برخه وزيرانو جوړه کړې ده. بيا لوی ناخپلواک رياستونه، امنيتي ځواکونه، ولايتونه او له مقننه، قضايه ځواکونو پرته نورې ټولې ادارې په حکومت پورې تړاو لري. يانې وزير، رئيس، والي، په ولسمشرۍ ماڼۍ او نورو لوړو څوکيو کې ناست ټول کسان د حکومت برخه ګڼل کيږي. که چېرې حکومت ښه روان وي، نو کرېډېټ يې دوی ته ځي او که حکومت ستونزې لري، نو دغه کسان په کې مسوول دي.

د سياسي ائتلاف غړي څوګ دي؟
۱- د ولسمشر لومړی مرستيال جنرال دوستم: دغه کس له ولسمشر وروسته د هېواد ولسمشر ګڼل کيږي. هم په خپله د حکومت لويه برخه ده او هم د نوموړي په زورو ډېر شمېر مقامونه او څوکۍ د ده کسانو په حکومت کې نيولي دي.

۲- د بلخ پخوانی والي عطا محمد نور: عطا نېږدې ۱۶ کاله کيږي، چې د بلخ والي وو. د کابل په مرکزي او د بلخ په سيمه ييز حکومت کې په سلګونه کسان شتون لري، چې د عطا په وړانديز او زور دندې ورکړل شوي دي او واک ته رسېدلي دي.

۳- محمد محقق، د اجرائيه رياست دويم مرستيال: محمد محقق د ملي يووالي حکومت د پنځوس برخې سياسي واک دويم مرستيال دی او هم يې په وړانديز وزيران، واليان، رئيسان او نور لوړپوړي کسان د حکومت برخه ګرځېدلې ده.

۴- صلاح الدين رباني، د بهرنيو چارو وزارت چارسمبال: رباني د حکومت پر يو مهم او کليدي وزارت باندې واک لري او د حکومت بهرنی سياست په لاس کې دی.

۵- احمدضياء مسعود، د ښې حکومتوالۍ په برخه کې پخوانی ځانګړی استازی: تر درېيو کالونو د حکومت هغه برخه چې بايد يو ښه حکومت ترې جوړ شي او ښې چارې خلکو ته وړاندې کړي، احمدضياء مسعود ته سپارل شوې وه.

په دغه سياسي ائتلاف کې د خبرو وړ څېرې همدا کسان دي او پورته مو د دوی اوسني او پخواني مسووليتونه چې په حکومت کې يې د ولس پر وړاندې درلودل تشريح کړل. که چېرې د ولسمشر غني په مشرۍ د ملي يووالي په نوم دغه حکومت چې څلور کالونه يې تېر شوي دي، ناکام وو او يا ناکام دی، نو پوښتنه به له چا کيږي؟ که تاريخ دا حکومت ناکام او له ناخوالو ډک ليکي، نو لومړي مرستيال، بهرنيو چارو وزير، والي، سلاکار او نور به په کې شريک نه وي؟

کله چې دوی د حکومت پر وړاندې غږ پورته کوي، نو بيا ولې داسې نه کوي، چې عطا له احمد ضيا مسعود او احمدضيا مسعود له عطا وپوښتي، چې د حکومت برخه وې، ته ناکام وې، چې له امله دې حکومت ناکام شو.

ولې جنرال دوستم، محقق او صلاح الدين رباني پر يو بل نېوکه نه کوي، چې د حکومت پر کليدو څوکيو ناستو يو، مونږ حکومت يو او حکومت ناکام دی، ملامت مونږ يو.

په پايله کې ويلی شو، چې په دغه سياسي ائتلاف کې اوسني او پخواني حکومتي کسان راټول شوي دي. د دوی ائتلاف نه دی حکومت پر وړاندې او نه هم د حکومت د پنځوس سلنه برخې؛ ډاکټر عبدالله پر وړاندې دی، دوی د ولسمشر غني پر وړاندې راټول شوي دي او دغه سياسي ائتلاف د شخص ولسمشر محمد اشرف غني پر وړاندې دی.