
روهي (پنځه نۍ/۴مه د زمري)، د سوریې د بشري حقونو څارونکې اداره وایي، په ياد هيواد کې د بېلابېلو پېښو پرمهال د امنیتي سرتېرو په ګډون لږ تر لږه ۳۲ کسان وژل شوي او ۳۰ نور ټپیان دي.
د سوريې رسنۍ وایي، چې پرون ورځ یو ځانمرګي بریدګر د ګڼې ګوڼې په يوه ډک مارکېټ کې ځان ته چاودنه ورکړه او دوه نور بیا خپل هدف ته تر رسېدو وړاندې د امنيتي سرتېرو لخوا په نښه او ووژل شول.
د یاد هيواد دولتي ټلوېزیون ویلي، د داعش ډلې وسله والو د السویدا ښار په شمال ختیځ کې پر ۳ کلیو بریدونه ترسره کړي دي.
د سوريې حکومتي ځواکونو په دې وروستیو کې د السويدا ښار يو شمېر سیمې له وسله والو مخالفينو څخه نیولي، چې اوسمهال پکې عملیات آدامه لري، ترڅو دغه سیمه د داعش له وسله والو تصفيه کړي.