
روهي (څلور نۍ/۳مه د زمري)، پاکستانيو چارواکو ويلي، چې د سپين بولدک-چمن ترمنځ دروازه به د ۳ ورځو لپاره د خلکو او موټرونو د تګ راتګ پرمخ بنده وي.
پر دغه دروازه اوښتوونکي يو شمېر ناروغان او سوداګر شکايت کوي، چې د يادې دروازې د تړل کېدو سره د ستونزو سره مخ شوي او هره ورځ میلیونونه افغانۍ زیان ګالي.
د سپین بولدک-چمن ترمنځ د سرحدي دروازې دواړو خواوو ته سوداګر او هغه مسافر چې په ورځني ډول پر دغه دروازې یوې او بلي خوا ته د کار کولو لپاره اوړي، وايي، ددې دروازې تړل کېدو د دوی پر کاروبار زيات اغېز کړی او په ټپه ولاړ دی.
دوی وايي، د سپین بولدک، چمن او شاوخوا سیمو اوسېدونکو کاروبار او تجارت په دغه دورازه پورې تړلی دی او د دروازې د تړل کېدو له کبله دوی ته میلیونونه افغانۍ زیان اوړي.
هاخوا د سپين بولدک-چمن لويې لارې مسافرين وايي، پاکستان دي د افغان ناروغانو پرمخ ياده دروازه نه تړي.
دغه مسافرين وايي، ډېری افغان ناروغان د درملنې لپاره د پاکستان کويټې، کراچي او نورو ښارونو ته ځي، چې ددې دروازې د تړل کېدو سره د ستونزو سره مخ شوي دي.
ياد مسافرين شکایت کوي، چې د چمن-کويټې ترمنځ د پاکستانيو پوليسو لخوا ځورول کیږي او په یوه او بله بهانه پيسې هم ترې اخيستل کيږي.